فراه کې د سړک غاړې ماینونو یوه زېرمه کشف او له منځه یوړل شوه

comments 0

هندوکش ــ فراه: د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای د فراه ولایت د قلعه کاه ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د سړک غاړې ماینونو یوه زېرمه کشف او له منځه وړې ده.
په دې زېرمه کې ۸۶ کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې عملیاتو پر مهال دوه میله کلاشینکوفونه، یو عراده موټر او پنځه عرادې موټر سایکلونه هم په عملیاتو کې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments