هندوکش – فراه: خاک سفید او بالابلوک ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ لس وسله وال وژل شوي دي.
د فراه د پولیسو ویانډ اقبال باهر وویل: وسله والو مخالفینو پر وړاندې د یاد ولایت په بالابلوک او خاک سفید ولسوالیو کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي.
نوموړي زیاته کړه: د یادو عملیاتو په ترڅ کې له یو شمېر کلیو وسله وال شړل شوي دي.
هغه زیاته کړه، دغو عملیاتو کې درې مشهور قوماندانان او ۱۲ تنه جنګیالي وژل شوي دي،
یاده دي وي چې طالب او وسله والو ډلو په وړاندې اوس مهال د هیواد په ګوت ګوت کې تصفیوي او ځانګړې عملیات روان دي چې تر اوسه ډیرې وسله وال وژل شوي دي.
امیر حسین سلجوقي
فراه کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دریو قوماندانانو په ګدون پنځه لس وژل شوي دي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.