فراه کې بی پیلوټه الوتکې طالبان په نخښه کړي

comments 0

هندوکش – فراه: د فراه پولیس وایي، د خاک سفید ولسوالۍ په دیوال سرخه سیمه کې نن سهار وخته د امریکا بې پيلوټه الوتکې د طالبانو یو مرکز په نخښه کړی دی.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند اقبال باهر وایي، په برید کې نهه وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د باهر په خبره، ټپيان کې د فراه لپاره د طالبانو نومول شوی مرستیال والي ملا نعمت هم شامل دی چې په د ډيرو بریدونو په پلانولو کې لاس لري.
باهر دغه راز ویلي چې د همدي سیمې تر څنګ یوې بلې سیمې کې د طالبانو یوه بله ډله چې مشري یې حاجي جانان کوي برید پرې شوی چې نهه طالبان پکې وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
امیر حسین سلجوقی

Comments

Leave a Reply