فراه ښار ته کومکي ځواکونه رسیدلي

comments 0

هندوکش – فراه: د فراه امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد وايې، د فراه په مرکز کې جګړه لا هم په چهارده، سیدآباد، ده یک او کرجي سیموکې روانه ده.
نوموړی وايې سیمې ته کومکي ځواکونه رسیدلي او هڅه کوي چې طالبان شاتګ ته اړ کړي .
قومندان ادعا کوي چې دغه برید د ګاونډي هیواد ایران په مرسته ترسره شوی .
هغه وايې طالبانوته د ایران له لاري پیسي او پوځي مهمات په لاس ورغلي .
د فراه ښار اوسیدونکي وايې جګړه د ملي امنیت ریاست، پخوانۍ فرقی او باغپل په سیمو کې روانه ده .
ځايي خلک وايې دواړه لوري یو بل ته به سنګرونو کې ناست دي او دواړه لورو تراوسه کوم پرمختګ نه دی کړی .
امیر حسین سلجوقي

Comments