فراه چارواکي: په دوو جلا جلا پېښو کې ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ فراه: په فراه کې د ملي اردو ویاند حشمت‌الله احمدي نن رسنیو په سره په خبرو کې وویل، چې یوه پېښه په پشت رود ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو د وسلوالو طالبانو د برید پلان وو چې امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.
هغه وايي، چې امنیتي ځواکونو د توپچې بریدونو په پایله کې ۶ وسلوال طالبان وژل شوي او ۴ تنه یې ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې په دوهمه پېښه کې د فراه مرکز په اړوندو سیمو کې پر وسلوالو طالبانو هوايي ځواک د دوی پلانونه جوړل چې پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي تر برید لاندې راغلل او پکې ۹ وسلوال طالبان ووژل شول.
د دولت کومې مخالفې ډلې د دغو پېښو په اړه څه نه ‌دي ویلي.
امیرحسېن سلجوقي

Comments