فراه: لس طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – فراه: فرا کې د ملي اردو د پیاده او توپ چي ځواکونو برید کې لس طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
دا نښته او بریدونه تیره شپه د فرا بالابلوک ولسوالۍ شوالګاه سیمه کې شوي دي.
فرا کې د ملي اردو سرچېنې وايي، د وژل شویو اوو وسله والو جسدونه اوس هم په سیمه کې پاتې دي
فراه کې د افغان ځواکونو پراخ عملیات روان دي چې تر دې دمه پکې زیات طالبان وژل شوي او زیاتې سیمې د دې ورانکارې ډلې له شتون پاکې شوي.
عاطفه مصمم

Comments