فراه: د طالبانو مشهور قومندان وژل شوی

comments 0

هندوکش – فراه: فراه کې د طالبانو د یوه قومندان قاضي عبدالقدیر په ګډون ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دغه طالب وسله وال د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي.
په اعلامیه کې راغلي چې، دغه عملیات د افغان دفاعي ځواکونو له لوري په خاک سفید ولسوالۍ کې شوي چې په ترڅ کې یې اته طالبان نیول شوي هم دي.
د کورنیو چارو وزارت د یو بلې اعلامیې له مخې، په پشت کوه ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په برید کې ۵ طالبان وژل شوي دي.
ویل کیږي چې په دغې هوايي برید کې د وسله والو ډيرې وسلې او دوه موټر هم له منځه تللې دي.
وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Comments