فراه: د طالبانو مالي مسوول ووژل شو

comments 0

هندوکش – فراه: فراه کې د طالبانو د عشراو ذکات راټولولو مسؤول د پریکنده ماموریت ځواکونو په برید کې وژل شوی.
د فراه امنیه قومندانۍ څخه هندوکش نیوز ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه برید تېره ورځ ناوخته د انادرې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې برید کې د طالبانو دعشراو زکات راټولو مسؤول ملانصیر له پنځو ملګرو سره وژل شوی.
د فراه پولیس وايي برید کې د طالبانو یو عراده فیلډر موټر هم لمنځه تللی
نجیبه سروری

Comments