فراه: افغان ځواکونو د ښځو په چادرۍ کې ترهګر طالب نیولی

comments 0

هندوکش ــ فراه: د فراه ولایت په مرکز کې افغان ځواکونو له یو تن طالب وسلوال، چې ښځینه چادري یې په سر کړې وه نيولی دی.
د فراه ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايی، چې له نیول شوي وسلوال هڅه کوله دفراه ولایت په مرکز کې یو ترهګریز برید ترسره کړي، چې په پایله کې دافغان ځواکونو له خوا ونیول شو.
نوموړی زیاتوي، چې له نیول شوې طالب وسلوال څخه یو میله وسله او یوه اندازه چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments