فرانسی له افغان حکومت سره پر مرستو ټینګار وکړ

comments 0

هندوکش – هلمند: په هلمند کې ځایي چارواکو او سیمه ییزو خلکو سره په لیدنه کې افغانستان لپاره د فرانسې سفیر وویل چې حکومت یې ژمن دې چې په افغانستان کې د امنيت په ټينګښت او رڼو ټاکنو ترسره کېدو برخو کې مرستې وکړي.
نوموړي یادې غونډې کې وویل، د افغانستان د سولې په برخه کې د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو له لارې ښه پرمختګ شوى چې هېواد يې له هرې ممکنې لارې د دې برخې د پياوړتيا لپاره هڅې کوي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې د هلمند د امنيت په برخه کې د پام وړ بدلون راغلى، ښه حکومتولي په کې رامنځته شوې او د پرمختګونو لپاره زمينه هم په کې برابره شوې ده.
ريشيه وايي چې د خپل درې ورځني په سفر په ترڅ کې يې د هلمند له تاريخي ابداتو هم ليدنه وکړه چې د بیارغونې لپاره به يې د خپل هېواد اړوندې برخې ته معلومات ورکړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments