فرانسه کې ځوانانو ترمنځ د شخړو له امله ۸ تنه تپیان شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – فرانسه: فرانسه کې له یوه جومات بهره په دزو کې لږترلږه اته کسان تپیان شوی ډي.
د لابروفانس ورځپانې نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې ډزې په افینیون ښار کېد (الرحمة) په نوم له جومات نه د لمونځ کوونکو د وتلو پرمهال په ځايي وخت لس نیمې بجې شوې.
ورځپاڼه زیاتوي چې دوه مخ پټي کسان چې لاسي تفنچه او کلاشنیکوف ورسره و، جومات ته په یوه موټر کې نژدې ورغلي دي.
یاده ورځپاڼه زیاتوي، له جومات بهر برید کې څلور کسان ټپیان شوي، خو د ډزو په لړ کې څلور نور کسان چې ټول د یوې کورنۍ دي هم ټپیان دي. په ټپیانو کې یوه اوه کلنه ماشومه هم ده.
دوه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، چې ویل کېږي د ډزې کوونکو هدف لمونځ کوونکي نه وو.
د فرانسې څارنوالۍ ویلي، پېښه د ځوانانو ترمنځ د شخړې له کبله رامنځ ته شوې نه د ترهګریز عمل له کبله.
دا په داسې حال کې ده چې پولیسو د پنجشنبې په ورځ یو داسې کس ونیو، چې غوښتل یې د پاریس څنډو کې یوه جومات ته نژدې د لمونځ کوونکو پر یوې ډلې موټر وخیژوي.
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply