فرانسه سعودي ته وسلې ورکوي

comments 0

308 Views

هندوکش – فرانسه: هغه وسله چې سعودي ایتلاف یې یمن کې کاروي یوه برخه یې فرانسه ورکوي.
د فرانسې ولسمشر ایمنیول ماکرون د دغې ادعا دفاع وکړه خو زیاته یې کړه چې په یمن کې روان تاوتریخوالي هم انديښمن کړي دي.
ماکرون زیاته کړه چې له را روان دوبي وړاندې به د دغې موضوع پر سر یو کنفرانس جوړ کړي.
د فرانسې ولسمشر دا خبرې د سعودي شهزاده محمد بن سلمان سره د لیدنې پر مهال وکړې.
د سعودي په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په یمن کې د جګړې له پيل راهیسې تر دې دمه له ۱۰ زرو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments