فاریاب کې ۲۲ طالبان وژل شوي

comments 0

2759 Views

هندوکش – فاریاب: شمال کې د پوځ چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې د نښتو او هوايي عملیاتو پر مهال ۴۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسول حنیف رضايي وايي، چې تېره ورځ او بیګاه شپه د فاریاب د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په قره شیخي کلي چې له طالبانو سره د جګړې او هوايي بريدونو پر مهال ۲۲ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه چې په دغو عملیاتو کې همدا راز د طالبانو یو هاموې موټر هم له منځه وړل شوی دی.
رضايي افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ويلي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments