فاریاب کې یو تن طالب وسلوال افغان ځواکونو ته تسیلم شو

comments 0

هندوکش ـ فاریاب: د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ د فاریاب ولایت شیرین تګاب ولسوالۍ په کوه صیاد سیمه کې د ملا عبد النظر په نوم یو تن طالب وسلوال له وسلو او مهماتو سره یو ځای افغان ځوکونو ته تسلیم شو.
چارواکي زیاتوي، چې نوموړی طالب وسلوال هغه مهال له افغان ځواکونو سره یوځای شو، چې په یاده ولسوالۍ کې یې یو تن طالب وسلوال په ډزو سره وواژه.
تسلیم شوی طالب وسلوال د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی.
چارواکي وايي، چې یاد وسلوال له کلونو،کلونو راهیسې د طالبانو په لیکو کې دافغان ځواکونو په وړاندې جګړه کړې ده.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Comments