فاریاب کې چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – فاریاب: راپورونه وایي، فاریاب کې چاودنې پنځه کسان ټپيان کړي دي.
چاودنه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د میمنې ښار په سنایي څلور لارې کې د موبایل جوړونې په یو دوکان کې شوې.
د فاریاب امنیه قومنداني په دغه چاودنه کې د پنځو کسانو ټپي کیدل تاییدوي.
تر اوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی مالوم او نه یې هم کوم ډلې مسولیت په غاړه اخیستی.
عاطفه مصمم

Comments