هندوکش – فاریاب : شمال کې د پوځ مسوولین وایي، د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د طالبانو پر یوې ډلې برید کړی چې څلور طالبان پکې وژل شوي دي.
له شاهین قول اردو خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې برید تېره شپه شوی چې ملکي وګړو ته پکې زیان نه دی اووښتی.
دا برید په طالبانو داسې وخت کې شوی چې د افغان ځواکونو پر پوستو د برید پلان یې جوړوه.
د فاریاب ځآيي چارواکي وایي، په دې وروستیو کې طالبانو باندې هوایي بریدونه زیات شوي چې زیات شمېر یې وژل شوي او ځينې له ډير فشار څخه له جګړې لاس اخیستی دی.
امیر حسین سلجوقی
فاریاب کې پر طالبانو هوایي برید شوی

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.