فاریاب کې پر طالبانو هوايي بریدونه شوي

comments 0

هندوکش – فاریاب : شمال کې د شاهین قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، فاریاب ولایت کې تېره شپه افغان ځواکونو بریدونه کړي چې ۸ طالبان پکې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د شاهین قول اردو مطبوعاتي دفتر مسوول نصرت جمشیدي وایي، بریدونه د یاد ولایت په اسلام قلعه، زقوم او قشلاق تپه کې شوي چې ملکي وګړو ته په زیان نه دی اووښتی.
د جمشیدي په خبره، هوایي بریدونه د کشفي راپورونو په اساس شوي چې یواځې طالبان پکې په نښه شوي دي.
جمشیدي وايي، د غورماچ په ابګرمک سیمه کې یې دوه هغه ماینونه هم له منځه وړي طالبانو ځای په ځای کړي و.
نجیبه سروری

Comments

Leave a Reply