فاریاب کې پرطالبانو هوایي برید شو

comments 0

305 Views

هندوکش – فاریاب: د فاریاب غورماچ ولسوالۍ اړوند د عاشور زايي سیمه کې افغان هوايي ځواکونو برید کې څلور وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د دوه سوه نهه شاهین قول اردو چارواکي وايي، برید د اې نهه ویشت الوتکو له لوري د طالبانو پر دوو مرکزونو شوی دی.
پوځي سرچېنې وايي، برید کې د طالبانو د وسلو او مهماتو یوه ډېپو هم له منځه تللې ده.
دا برید وروسته له هغې شوی چې یوه ډله طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي و او غوښتل یې چې سقوط یې کړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments