فاریاب کې مدني فعالانو د سولې په نوم د نیالګیو کینولو کمپاین ترسره کړ

comments 0

هندوکش ــ فاریاب: په فاریاب ولایت کې مدني فعالانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د کرنې ریاست په همکارۍ د سولې په نوم د نیالګیو کینولو کمپاین ترسره کړ.
مدني فعالان وايي، د هغې ورځې په هیله یوو، چې په ټول هېواد کې سرتاسري او پایداره سوله حاکمه شي.
دوی زیاتوي، د نیالګیو کینولو څخه یې موخه په هېواد کې د سالم چاپیریال رامنځته کول او د سولې ملي پروسې ملاتړ دی.
عاطفه مصمم

Comments