فاریاب کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – فاریاب: د کورنیو چارو وزارت وایي، فاریاب کې ۲۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې.
له یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، تېره ورځ ناوخته د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک سیمه کې نښته شوې چې اته طالبان پکې وژل شوي او ۱۳ نور ټپيآن دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو یو نښان ویشتونکی چې افغان ځواکونه به یې په نښه کول هم په یاده سیمه کې له منځه تللی دی.
په دې نښته کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې.
عاطفه مصمم

Comments