فاریاب کې طالبان وژل شوي

comments 0

2 Views

هندوکش – فاریاب: په فاریاب ولایت کې ۱۹ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د فاریاب سیمه ییز چارواکي وایي چې تېره ورځ یې د دغه ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د طالبانو پر مهمو مرکزونو بریدونه کړي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش وویل چې د افغان ځواکونو په دغو هوایي بریدونو کې ۶ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي
د یورش په وینا وژل شوو کسانو کې د ملا موسی په نوم د طالبانو یو مهم قومندان هم شامل دی.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments