فاریاب کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

comments 0

هندوکش – فاریاب: د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسؤول حنیف رضایي وایی چې تېره شپه یې د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې ۲۶ طالبان وژلي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
رضایي زیاته کړه چې جګړه لومړی طالبانو پیل کړه چې وروسته افغان ځواکونو پرې هوایي برید وکړ.
هغه وایي چې نښته د شیرین تګاب ولسوالۍ په اسلام قلعه او ګرزاد سیمو کې رامنځته شوې ده.
د شاهین قول اردو ویاند وایي چې په وژل شویو طالبانو کې د قاري ضیاالدین په نوم فاریاب لپاره د طالبانو د عشر او زکات مسول هم شامل دی.
په یاده جګړه کې د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Comments