فاریاب کې د وسله والو طالبانو ۲۶ کسانوته مرګ ژوبله اوښټې ده

comments 0

هندوکش – فاریاب: د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې د دولت ضد طالب وسله والې ډلې 26 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ طالب جنګیالیو وړمه شپه د قیصار ولسوالۍ د ارکلیک کلي په اړوند سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې له څو ګړیو نښتو وروسته پر شا تمبول شوي.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش وایي، چې په دې پېښه کې د یو طالب سرګروپ مولوي عصمت الله عصمت یار په ګډون ۱۸ طالب جنګیالي وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړې، چې د طالبانو په دې برید کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
طالبانو د پېښې پخلی کړی خو وایي، چې په دې نښته کې ۱۱ سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
فاریاب د شمال ولایتونو یو له هغو ناامنه ولایتونو دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې طالب جنګیالي پراخې هڅې تر سره کوي.
عاطفه مصمم

Comments