فاریاب کې د طالبانو یو قومندان نیول شوی

comments 0

هندوکش – فاریاب: د فاریاب پولیس وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې یې په درې ولسوالیو کې د عملیاتو پرمهال یو طالب قومندان نیولی دی.
د فاریاب له امنیه قومندانۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې عملیات په پښتونکوټ، بلچراغ او غورماچ ولسوالیوکې شوي چې ۱۸ طالبان پکې وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
خبرپاڼي د نیول شوي طالب قومندان د امنیتي ملحوظاتو له کبله نه دی ذکر کړی او لیکلي یې دي چې تر څېړنو وروسته به یې نوم هم له رسنیو سره شریک کړي.
د فاریاب پولیس وایي، په یادو دریو ولسوالیو کې عملیات بریالي روان دي او زیات کلي یې د طالبانو له شتون پاک کړي دي.
عاطفه مصمم

Comments

Leave a Reply