فاریاب کې د طالبانو لخوا چمتو شوی موټربم موخې ته تر راسېدو وړاندې له منځه یوړل شو

comments 0

هندوکش ـ فاریاب: ملي دفاع وزارت وايي، چې افغان ځواکونو په تخار کې د هوايي برید پایله کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر له منځه وړی دی او د لویې موټر بم چاودنې مخه یې نیولې ده.
یاد وزات ویلي، برید تېره شپه د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ کې ترسره شوی دی.
د دفاع وزارت په وینا، طالبانو غوښتل د یاد موټر بم په واسطه دولت آباد ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړي چې د افغان ځواکونو له لوري هدف ته تر رسېدو وړاندې په نښه شو.
د سولې خبرو سره هممهاله وسلوالو طالبانو موټر بم او ډله ییزو بریدونو ته دوام ورکړی دی او په هر برید په پايله کې طالبانو ماتې خواړلې او اوس یې د موټربم بریدونو تکتیک غوره کړی چې چې مرګ ژوبله یې ملکي کسانو ته اوړي.
تېره ورځ په غزني کې د طالبانو لخوا له چاودېدونکو توکو ډک زرنج چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۵ ماشومان شهیدان او شل نور ټپیان شوی دي.
دغه وضعیت عام افغانان له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي او له طالبانو د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کوي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم تېره ورځ یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره دې اوربند وکړي.
علطفه مصمم

Comments