فاریاب کې د سرک غاړې ماین نهو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش – فاریاب: په فاریاب کې ځایي چارواکي وایي چې، د سړک غاړې ماین چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د چارواکو په وینا، پېښه د یاد ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په چهارشان غو سیمه کې رامنځته شوې ده.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش وویل، چې یادو ماشومانو په سیمه کې څاروي څارل چې ماین چاودنه پرې شوې ده. هغه وویل، د قرباني شوو ماشامونو عمرونه له ۸ څخه تر ۱۲ کلونو پوري دي. یورش وویل، چې د ټپي شوو ماشومانو روغتیايي حالت نازک دی.
د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکی حضرت شاه وايي، چې په دغې ولسوالۍ کې د وسله والو نښتو له امله هره ورځ خلک ژوند له لاسه ورکوي.
عاطفه مصمم

Comments