فاریاب کې د اجباري واده مخه نیول شوې

comments 0

هندوکش – فاریاب: فاریاب کې د کاملې په نوم یوولس کلنۍ انجلۍ د اجباري ودولو مخه ونیول شوه.
د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش وویل، د کاملې په نوم دغه یوولس کنله انجلۍ د شپیته زره افغانیو په بدل یوه څلور دیرش کلن سړي ته ورکول کیده چې پولیسو یې مخه ونیوه.
د کاملې د ودولو لپاره ان د واده مراسم هم نیول شوي وو خو مخکې له دې چې نکاح پرې وتړل شي پولیس سیمې ته رسیدلي دي.
د پېښې په تړاو زوم او دوه نور کسان نيول شوي او دمګړۍ تر څېړنو لاندې دي.
عاطفه مصمم

Comments