فاریاب کې دوو ایراني طالبانو په ګدون څلور کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – فاریاب: شاهین قول اردو نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وسله وال د جوزجان-فاریاب لوې لارې په عملیاتو کې وژل شوي دي.
سرچینه د یادې قول اردو د ویاند حنیف رضایي له قوله لیکي ملا احمد او ملا جند الله دوه ایراني وسله وال د طالبانو له دوو قوماندانانو ملا نصرت او ملا صدي سره یوځای د افغان امنتیي ځواکونو سره په مخامخ جکړه کې ووژل شوي دي.
په ورته وخت کې طالبانو رسنیو ویلي دي چې پدغه نښته کې یې افغان پوځ ته مرگ ژوبله اړولې ده او د هغوی یو شمېر تجهیزات یې له منځه وړي دي.
عاطفه مصمم

Comments