فاریاب کې انسان تښتوونکي نیول شوي

comments 0

هندوکش – فاریاب: په فاریاب کې یو انسان تښتونکی وژل شوی او څلور ملګري یي نیول شوي دي.
د فاریاب پولیسو قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ پولیسو د څلور تښتول شوو ښځو د موندلو په موخه عملیات وکړل.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې دغه عملیات د پښتونکوټ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د تښتوونکو د ډلې مشر له پولیسو سره نښته وکړه او ووژل شو خو څلور تښتول شوې ښځې را خوشې شوي دي.
مالومه نه ده چې دا ښځو د څه په موخه تښتول شوې وې، خو لومړنۍ موندنې ښيي چې دا ښځې د پيسو لپاره تښتول شوې وې.
عاطفه مصمم

Comments