فاریاب کي طالبانو خپل بریدونه له سره نیولي دي

comments 0

409 Views

هندوکش – فاریاب: د فاریاب د ولایتي شورا ریس محمد طاهر رحماني رسنیو ته ویلي تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د المار، قیصار، دولت اباد او غورماچ ولسوالیو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.
نوموړی زیاتوي چې په دغو بریدونو کې ۳ تنه امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش هم د جګړې پخلی کوي او زیاتوي چې امنیتي ځواکونو له خپلو پوستو او سیمو کلکه دفاع کړې ده.
د یورش په وینا دمګړی په دغه ولایت ټول امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments