فاریاب ولایت کې ۵تنه وسلوال طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شويدي

comments 0

هندوکش ــ فاریاب د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې ۵تنه وسلوال طالبان له حقیقت درک کولو څخه وروسته ځانونه افغان ځواکونو ته سپارلي دي.
دیاد ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په نوموړې ۵کسیزه ډلې دملاناظم په مشرۍ په قیصار ولسوالۍ کې وسلوال فعالیت کاوه او له حقیت درکولو وروسته یې ځانونه او و سلې افغان ځواکونو ته سپارلي دي.
چارواکي زیاتوي،چې یادې وسلوالې ډلې له ځان سره ۵میله کلاشینکوفونه ۳ پایه مخابرې اویو عراده موټر سایکل افغان ځواکونو ته تسلیم کړی دی.
عاطفه مصمم

Comments