فاریاب ولایت کې ۵تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش ــ فاریاب: د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې په یوه ملکي وګړي په کور باندې طالبانو د هاوان مرمۍ توغولې ده،چې په ترڅ کې يې دیوې کورنۍ ۵تنو غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د یاد ولایت ځايی چارواکي وايي، چې په یاد بریدو کې دنوموړې کورنۍ ۴غړي وژل شوي او یوتن ټپي شوی دی.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکي طالبانو ته خبرداری ورکوي، که طالبان له ظلمونو او د ړندو مرمیو له توغولو لاس وانه خلي په وړاندې به یې وسلې پورته کړو.
عاطفه مصمم

Comments