فاریاب ولایت کې ۴تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ــ فاریاب: د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه کړي دي، چې په پایله کې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي او طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي د فاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د یادې پیښې پخلی کوي او وايي، چې د افغان ځواکونو او طالبانو په یاده نښته کې ۴تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۸تنه نور ټپیان شويدي.
طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي .
عاطفه مصمم

Comments