فاریاب ولایت کې ۱۰ تنه طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شول

comments 0

هندوکش ــ فاریاب: د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ تنه وسلوال طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شويدي.
د فاریاب ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د۱۰تنو طالبانو په تسلیمدو سربیره ګن شمیر سپکې او درنې افغان ځواکونو ته سپارلي دي.
چارواکي زیاتوي، چې تسلیم شوو طالبانو ژمنه وکړه، چې هیڅکله به نور جګړه ترسره نه کړئ او له نورو وسوالو ډلو څخه غوښتنه وکړه،چې ځانونه افغان ځواکونو ته تسلیم کړئ.
عاطفه مصمم

Comments