فاریاب: د طالبانو دوه قومندانان وژل شوي

comments 0

هندوکش – فاریاب: ملي دفاع وزارت وایي، فاریاب کې د مهمو طالب قوماندانانو په ګډون لسګونه طالبان وژل شوي دي.
د دوه سوه نهه شاهین قول اردو له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې هوايي بریدونه تیر ماښام د فاریاب قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو پر څو مهمو مرکزونو شوي دي.
سرچېنې لیکلي په وژل شویو کې د قیصار لپاره د طالبانو مرستیال ولسوال مولوي خان اغا، د پنځو شمالي ولایتونو لپاره مالي مسول مولوي ګندم علي قيصار کې د طالبانو د محکمې رييس مولوي حفيظ الله؛ او سيمه يیز قومندان ملا ناصر په شمول ۵۶ وسله طالبان وژل شوي دي.
په اعلاميه کې دا هم راغلي، چې دغه هوايي عمليات د قيصار ولسوالۍ په چنارشاخ، غوره ها، خواجه زیارتګاه او سيداباد ترکمنيه سيمو کې د طالبانو پر مهمو پوځي مرکزونو شوي دي.
چارواکي وايي، په دغو بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
عاطفه مصمم

Comments