غوښو برياني

comments 0

اړين مواد:
1. غوښي نيم کېلو .
2. وريجي نيم کېلو .
3. روميان څلور د انې .
4. پياز دوې دانې.
5. کوټل سوې اوږه او ادرک دوې د خوړو کاچوغي .
6. مستې يو ګيلاس .
7. تازه مرچک د ضرورت په اندازه .
8. غوړي ٢٠٠ ګرامه .
9. مالګه د ضرورت په اندازه .
10. برياني مساله د ضرورت په اندازه .
11. خوږ ژيړ رنګ لږ څه.
دپخېدو ترتيب: په غوړو کي پياز سره کړئ، بيا اوږه او ادرک ور واچوئ پکښي سره يې کړئ. بيا ميده سوي روميان ور واچوئ پکښي سره يې کړئ. غوښي ،برياني مساله، مالګه او لږ اوبه ورواچوئ، سر يې ور بند کړئ چي غوښي پکښي پخې سي.
بيا په يوه بل دېګ کي اوبه او مالګه واچوئ، وريجي پکښي وايشوئ چي د وريجي دانه لږ پسته سي، وريجي صافي کړئ. بيا په دېګ کي لږ وريجي واچوئ، پخه سوې غورمه ور واچوئ، په پاته وريجو کي يې وپوښئ، پر سر يې لږ ژيړ رنګ واچوئ او دم يې کړئ.
Zarlakhta noor

Comments

Leave a Reply