هندوکش – غور: د غور پولیس وایي، تېره شپه د مرکز فیروزکوه اړونده سیمه کې یوه میرمن د خپل خاوند له لوري وژل شوې.
د غور د پولیسو ویاند محمد اقبال نظامي وايي، پېښه د مرکز اړوند خواجه غار سیمه کې رامنځ ته شوې او قاتل پولیسو نیولی دی.
د میرمنې وژل کیدل د کورني تاوتریخوالي له امله یادیږي چې له میرمنې څلور اولادونه هم پاتې دي.
د نظامي د مالوماتو په اساس، میرمن په ډزو وژل شوې چې پنځه ویشت کاله عمر یې درلود.
نجیبه سروری
غور کې یوه میرمن وژل شوي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.