غور کې طالبانو په دولتي اکمالاتو بار ۴ خره وژلي او مالکان یې برمته کړي

comments 0

امیر حسین سلجوقيهندوکش ــ غور: د غور ولایت امنیتي چارواکي وايي، طالبانو ۴ خره په ډزو وژلي او د دغو خرو څلور مالکان یې برمته کړي دي چې افغان ځواکونو ته یې اکمالات رسول.
د غور ولایت امنیه قومندان حبیب الله راجي وویل، طالبانو د دې ولایت په چارسدې ولسوالۍ افغان ځواکونو ته په اکمالاتو بار څلور خره وژلي او په خرو پسې روان درې ماشومان او یوه مېرمن یې برمته نیولې ده.
نوموړی وايي، پر دغو خرو باندې افغان ځواکونو ته خوراکي مواد بار وو چې د دغو خرو مالکه مېرمن یې له دریو ماشومانو سره قلایګر سیمې ته برمته وړې ده.
نوموړی وايي، دا میرمن او ورسره برمته شوي درې ماشومان د چارسدې د منګ کلي اوسېدونکي دي چې د دولت طرفدار کلی دی.
طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
امیر حسین سلجوقي

Comments