غور کې طالبانو د سړک جورونې دوه کارکوونکي تښتولي دي

comments 0

هندوکش ـ غور: راپورونه وايي طالبانو د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې د سړک جوړولو شرکت دوه کارکوونکي د باج نه ورکولو له امله تښتولي دي.

د فېروزکوه ښار د لښکر کلي یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط وویل، د سړک جوړولو یوه شرکت د کار له پای ته رسېدو وروسته طالبانو ته د یوې اندازې پيسو ورکولو ژمنه کړې وه، خو دغه شرکت طابانو ته پیسې نه دي ورکړې، وروسته په سیمه کې د طالبانو نظامي مسوول شیخ عمر د یاد شرکت دوه کارکوونکي ونیول.

یوې سیمه ییزې سرچینې وویل، سیمه ییزو طالبانو ویلي، دوی به تر هغه یاد کارکوونکي خوشي نه کړي څو د سړک جوړونې شرکت هغه پيسې چې طالبانو ته یې د ورکولو ژمنه کړې ده، نه وي ورکړې.

 په ورته وخت کې د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي وویل، د سړک جوړولو د شرکت غړي تېره ورځ د طالبانو قوماندان شیخ عمر د فېروزکوه ښار په (تلو سرخ) سیمه کې تښتولي دي. تر اوسه طالبانو د یادو څرګندونو په غبرګون څه نه دي ويلي.

امیر حسین سلجوقي

سرچینه

Comments