غور کې د کرنې په رییس چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – غور: غور کې د کرنې په رییس او ولایتي شورا غړي په موټر چاودنه شوې.
د غور د ولایتي شورا غړی حمید ناطقي وایي، چاودنه نن سهار د مرکز فیروز کوه اړوند بیان بند سیمه کې شوې ده.
چاودنه د سړک غاړې ماین له کبله ده چې د کرنې رییس تواب تایب او ولایتي شورا د یو غړي مولوي هاشم په ګډون څلور کسان یې ټپيان کړي.
ولایتي روغتون بیا د کرنې د رییس وضعیت د انديښنې وړ بللی دی.
د کرنې رییس او ولایتي شورا غړی دولیني ولسوالۍ ته د پروژو د لیدنو لپاره تللي و چې په لار کې چاودنه پرې شوې.
امیر حسین سلجوقي

Comments