ولسمشر غني چې د جمعې په ورځ یې کمانډو ځواکونو ته وینا کوله ډاډ وښود چې افغان ځواکونه اساسي قانون او ملي یووالي ته ژمن دي.
جمهور رییس غني چې د کومانډو ځواکونو قول اردو کې يې وینا کوله دې مطلب ته په اشارې ویلي، افغان ځواکونه قانون ته ژمن دي او هېڅ لوی او کوچنی سیاست په کې موجود نه دی.
جمهور رییس ویلي د کومانډو ځواکونو له نوم څخه وسله وال لړزېږي او باید په سم ځای کې وکارول شي.
ښاغلي غني د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو هڅې او سرښندنې ستایلې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ
غنی: له کمانډ ځوکونو وسله وال سخت ډاریږي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.