غني: نوي حکومت کې هېڅ سیاسي، سلیقوي او شخصي اختلاف نشته

comments 0

هندوکش ــ کابل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په هغه نوي‌ حکومت کې چې تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته د ده په مشرۍ کې رامنځته شوی دی هېڅ سیاسي، سلیقوي او شخصي اختلاف نشته.
ولسمشر غني په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، له لسیزو وروسته په افغانستان کې یوه داسې سیاسي ډله واک ته رسېدلې چې پر لویو ملي اهدافو، د اساسي‌ قانون په چوکاټ کې د واک پر جوړولو او له ټاکنو وروسته په رامنځته شوي مشرتابه یوه خوله دي.
ښاغلي غني ټینګار کړی چې دا ډله کولی شي ولس ته د خدمت بهیر لا ګړندی کړي‌ او دولتي نظام له فساد، تعصب او نورو ستونزو پاک کړي.
ولسمشر غني په داسې حال کې دا څرګندونې کوي‌ چې د ولسمشرۍ ټاکنو له وروستیو پایلو وروسته سیاسي جنجال لا هم دوام لري.
په دې ټاکنو کې د نوموړي سیال عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې نه دي منلې او له ښاغلي غني سره یې پر یوه ورځ د لوړې مراسم ترسره کړل او اوس ځان د افغانستان د ټولشموله حکومت ولسمشر بولي.
پرون شنبه د حمل پر دویمه نېټه افغان ولسمشر له ټاکنو وروسته د کابینې لومړۍ غونډه ترسره کړه.
عبید رادپور

Comments