غني ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا؛ اوربند مو لومړیتوب دی

comments 0

هندوکش ـ کابل: ولسمشر اشرف غني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې اسمبلۍ ۷۵ مې ناستې د وېډیويې خبرو له لارې د قطر دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو د خبرو پیل ته په اشاره کې وویل، چې لومړۍ اوربند غواړي.
غني ټینګار وکړ، که څه هم افغانستان له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی، خو د حکومت لومړۍ او مهم لومړیتوب سولې ته رسېدل دي.
نوموړي له طالبانو سره خبرو کې له افغانستان د ملګرو ملتونو ملاتړ ډېر مهم وباله او له دې ادارې یې مننه وکړه، چې د عمومي اوربند غوښتنه کوي.
ولسمشر غني زیاته کړه: “موږ ته په داسې مهال چې مرکچیان مو په دوحه کې له طابانو سره مخامخ ناست دی، د ملګرو ملتونو، شریکانو او نړیوالو ملګرو رول ډېر مهم دی. ”
د هغه په خبره، افغان ولس دې خبرو کې یو روښان او بېړنی لومړیتوب لري: “هغه اوربند دی، د تاوتریخوالي سملاسي ختمول له بل هرڅه موږ ته د پرمختګ ډېر چانس راکوي. ”
خو ولسمشر غني زیاته کړه، دا پوره نه ده: “افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره باید د ترهګرۍ جرړې ته د نړیوالې ستونزې او ګواښ په توګه رسیدګي وکړو چې زموږ سیمه یې په اور اړولې ده.”
د هغه په خبره، تېرو ۴۰ کلونو کې د افغان ولس په تېره ښځو او ماشومانو پټ درد د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیول امنیت او سولې خوندیتوب لپاره د دې منشور د نیمګړو ژمنو اهمیت ډاګیزوي.
نوموړي د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ۱۹۲ غړي وهڅول چې د ملي حاکمیت، یوموټي او ډیموکراټیک افغانستان د پرځایښت لپاره همکاري وکړي.
دوحه کې د سپټمبر له ۱۲ د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شوې دي.
خو نږدې دوولس ورځې مخکې د هیله منوونکو خبرو له پیلېدو سره بیا هم ټول افغانستان کې نوی تاوتریخوالی پیل شوی دی.
دا ډول تر دې دمه دواړه خواوې د دې خبرو لپاره په یوه طرزالعمل سلا شوې نه دي او له همدې کبله اصلي خبرې هم تر اوسه نه دي پیل شوې.
د افغانستان ملي پخلاینې شورا وايي، ډېر ژر به له طالبانو سره په طرزالعمل یوې نتیجې ته ورسېږي.
دوحه کې د حکومت ځینې مرکچیانو هم ویلي، تر راتلونکو یو دوو ورځو به پر اختلافي مسلو هوکړه وشي.
تر محمد اشرف غني یوه ورځ مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ د ملګرو ملتونو دې ناستې ته وویل، هېواد یې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو بوخت دی او ډېر ژر به له افغانستان خپل پوځیان وباسي.
خو په همغه ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دغه هېواد کانګرېس ته وویل، که طالبان د دوحې تړون پر ژمنو ونه درېږي نو امریکا له افغانستان خپل پوځ نه باسي.
ولسمشر غني خپله وینا کې وروستي سېلابونه هم یاد کړل.
ولسمشر غني د ملګرو ملتونو غونډې ته وینا کې پر اقلیمي بدلون هم وغږېد او ویې ویل، دې بدلون پر افغان ولس یو بل ډول تاوتریخوالی او رنځ تپلی دی.
“دا تېره میاشت په پروان او ۱۳ نورو ولایتونو کې سېلابونو په سلګونو افغانان ووژل یا ټپي کړل او کورونه او د عاید ځایونه یې ورته وران کړل.
د نوموړي په خبره، تر دې دوه کاله وړاندې سخته وچکالي د غنمو د کمښت سبب شوه او د ډېرو هغو خلکو کار یې خراب کړ چې ژوند یې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره په کرنه پورې تړلی دي.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان د اقلیم بدلون ستونزې ته د رسېدو لپاره حل لارو ته اړتیا لري.
هغه دې برخه کې د نوې ټیکنالوجۍ په مرسته د برېښنا تولیدولو پروژو ته هم اشاره وکړه.
ولسمشر غني خپلو خبرو کې کورونا هم یاده کړه او ویې ویل: “دې وبا له موږ سره هم هغه څه وکړل چې دویمې نړیوالې جګړې زموږ له پخوانیو نسلونو سره کړي وو. ”
نوموي زیاته کړه چې د کورونا وېروس اوله څپه یې مهار یا پېزوان کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments