غني: د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې هم وچکالۍ ځپلو ته مرسته رسوو

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان ولسمشر وايي، حکومت به د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې هم وچکالۍ ځپلو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.
محمد اشرف غني دا خبره په خپله پرونۍ (سې شنبه -د چنګاښ ۱مه) وینا کې وکړه چې د وچکالۍ د مهارولو لپاره د حکومت پر تدابیرو راڅرخېده: “زموږ هڅه دا ده ټولو ولسوالیو ته، حتی هغو سیمو ته چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، رسېدګي وشي. دلته بیا پر طالبانو غږ کوم چې بې معنی جګړه ودروئ، د هېواد د اقتصاد تخریب بند کړئ او د وچکالۍ د خطرونو په کمولو کې همکاري وکړئ.”
ولسمشر غني وویل، د هېواد ۳۰ فیصده سیمه د شدیدې وچکالۍ، ۵۰ فیصده سیمه د جدي وچکالۍ او پاتې سیمې د معتدلې وچکالۍ له خطر سره مخامخې دي.
ښاغلي غني وویل، چې د وچکالۍ له کبله درې میلیونه څاروي د تلف کېدو له خطر سره مخامخ دي.
د کرنې وزارت او د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ته دنده سپارل شوې چې زیان ګالې سیمې مشخصې او د مرستې رسونې چارې چټکې کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments