غني د سولې نړېوالې ورځې په جوړه شوې غونډه یو ځل بیا پر طالبان غږ وکړ چې تاوتریوالی کم او اوربند وکړئ

comments 0

هندوکش ـ کال: ښاغلي ولسمشرغني په کابل کې د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۲۱(وږي۳۱) د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل چې په مذاکره کې باید مداخله ونشي.
هغه وویل: «هره ورځ دې په مذاکره کې مداخله ونکړي او له هیئت څخه دې پوره ملاتړ وشي چې د اسلامي‌ جمهوریت نمایندګي وکړي.»
هغه زیاته کړه:«په تېرو اتلسو میاشتو کې له یوې ستونزمنې مرحلې او خنډونه څخه تېر شو. تاسو حوصله له لاسه مه ورکوئ،‌ هغوی له خدایه غواړي چې تاسو د مذاکرې له میز څخه ووځئ،‌ لویه او پراخه حوصله په کار ده، آیا بیا غواړی چې (دا هر څه) له سر یې پیل کړو.»
ښاغلي‌ غني همدغه راز د سولې په اړه د خپل حکومت په دریځ بیا ټېنګار وکړ او وویل چې د سولې په اړه ملي‌ او نړیواله اجماع موجوده ده.
هغه دا خبره هم وکړه، چې داسې سوله غواړي چې په افغانستان کې روان «څلوېښت کلن خشونت په اساسي ‌ډول ختم شي.»
ښاغلي غني هیله وښوده چې د سولې روان مذاکرات کامیاب شي او وار د مخه یې پلانونه نیولي چې څنګه طالب جنګیالي په ټولنې کې مدغم کړي.
هغه په افغانستان کې د طالب جنګیالیو شمېر د «۴۰زرو او ۶۰زرو» ترمنځ‌ یاد کړ او زیاته یې کړه چې باید د «هغوی یتیمانو ته هم رسېدګي وشي. افغان ماشوم طالب او غیر طالب نه غواړي».
په همدغو مراسمو کې د افغانستان د سولې د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله وویل چې په دوحه خبرې روانې دي ‌او په افغانستان کې بیا جګړې او خشونت زیات شوي‌ دي.
هغه وویل چې باید د سولې د خبرو سره په جګړه کې کموالی راشي او خلک د مذاکراتو پرمختګ کې د تاوتریخوالي کمښت اوربند محسوس کړي.
دا خبرې داسې مهال کیږي چې په قطر کې له شاوخوا یوې اونۍ راهېسې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني مذاکرات روان دي، دواړه خواوې ټېنګار کوې چې خبرې تر اوسه ښې روانې دي او تمه ده یوې نتیجې ته به ورسیږي.
بلخوا ولس د افغان حکومت او د طالبانو د سولې خبرو د پيل څخه هر کلی وکړ او هیله یې ښودلې چې په هېواد کې به تلپاتې سوله راشي، د خبرو د پیل سره افغان حکومت، نړېوالو او ولس له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي، خو طالبانو د ولس او نړېوالو غوښتنو ته درناوی ندی کړی او جګړه کې یې نوره هم شدد راوستی، چې پکې ملکي وګړو ته زیانونه اوښتي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments