غني: د حکومت دریځ طالبان دې ته اړ ایستل چې د تاوتریخوالي کمولو ته غاړه کېږدي.

comments 0

هندوکش ــ کابل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، له افغانستانه د کابو څلور زره امریکایي پوځیانو وتل به د دې هېواد پر وضعیت هېڅ اغېز ونلري، نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې پر ماښام د افغان پوځ د قول اردوګانو له قومندانانو او د هېواد د امنیتي ادارو له مشرانو سره په یوه ځانګړې ناسته کې کړې دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلامیه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خولې راغلي، افغان ځواکونه د ولسمشر، ملت، او نړیوالې تولنې له ملاتړه برخمن دي.
ولسمشر غني د دوشنبې ماښام ګلخانې ماڼۍ کې افغان امنیتي چارواکو ته ویلي، ناټو او نړیواله ټولنه لا هم د افغان پوځ د تمویل او ملاتړ پر ژمنه ولاړه ده.
نوموړي ویلي، د افغان جګړې په اړه د حکومت دریځ طالبان دې ته اړ ایستل چې د تاوتریخوالي کمولو ته غاړه کېږدي.
د نوموړي په وینا، افغان حکومت چمتو دی چې له دې فرصته ګټه واخلي او روانه جګړه ختمه کړي، خو دا اوس طالبانو پورې اړه لري چې له دې فرصته ګټه اخلي او که نه.
د افغان سولې په تړاو په یوه جلا خصوصي غونډه کې ولسمشر غني د دوشنبې پر ماښام له یو شمیر والیانو سره هم په ارګ کې وکتل.
د ارګ په یوه بله اعلامیه کې ویل شوي، په دې ناسته کې ولسمشر غني ټینګار وکړ چې د افغان حکومت مرکچي ډله به له ښکاره اصولو او کړنلارې سره په مذاکراتو کې ګډون کوي، او د سولې په تړاو وروستۍ پرېکړه به ولس کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments