ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې د جنګ دوام د جنسیتي بېعدالتیو مهم لامل دی او د سواد څخه د محرومو ښځو شمېر د نارینهو په پرتله درې برابره دی.
ولس مشر غني چي نن په کابل کې د “افغان مېرمنې د سولې قاصدانې” په نوم جوړ شوي سپموزیم ته خبري کولی چې ښځې د جنګ عاملانې نه بلکې د جنګ قربانیانې دي.
ولسمشر زیاته زیاته کړه: “ښځې د روانې تحمیلي جګړې لويې قربانیانې دي، دوی د جنګ عاملانې نهدي خو د جنګ شهیدانې دي، د جنګ ټپيانې دي او د جنګ مهاجرانې دي.”
ښاغلي غني وویل، له دې سره سره چې روانې جګړې د ښځو په ژوند ډېر ناوړه اغېز کړی خو بیا هم افغان مېرمنو په تېرو ۱۶ کلونو کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي.
ښاغلی غني له مېرمو وغوښتل چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت په برخه کې خپلې سپارښتنې له حکومت سره شریکې کړي.
په دغه ناست کې د ولسمشر تر څنګ، لومړۍ مېرمن رولا غني د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاحالدین رباني او يو شمېر مدني فعالانو هم خبرې وکړې.
غني: د جنګ دوام د جنسیتي بېعدالتیو مهم لامل دی!

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.