غني: افغانان هیله مند دي چې بین الافغاني خبرې زر پیل شي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د جمهوري ریاست له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې اشرف غني پرون تر غرمې وړاندې په چهارچنار ماڼۍ کې د سولې له مذاکره کوونکي پلاوي سره لېدنه کړې ده.
خبر پاڼه وايي،چې د دغه پلاوي رییس معصوم ستانکزي دې ناستې ته په خبرو کې وویل چې دوی به د مشورتي جرګې غوښتنو ته په پام د یو واحد ټیم په توګه د جمهوریت تر چتر لاندې له طالبانو سره په کېدونکو خبرو کې د ولس غوښتنو ته جدي پام وکړي.
خبر پاڼه زیاتوي،چې غني بیا د غونډې ګډونوالو ته د خبرو پر مهال وویل چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او د دې لپاره یې عملي هڅې او اقدامات کړي دي.
غني زیاته کړه، چې یواځنۍ هدف دا دی چې جګړه په اساسي توګه پای ته ورسېږي.
نوموړي دا هم ویلي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د بښنې فرمان له لاسلیک وروسته، نور باید په هېڅ پلمه د خبرو د پیلېدو مخه ونیول شي او ژر تر ژره دې دا بهیر پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د روانې زمري یا اسد میاشتې پر ۲۶مه نېټه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د لومړي ځل لپاره د قطر پلازمېنه دوحه کې مخامخ خبرې پیل شي.
افغان حکومت او طالبانو دواړو دغو خبرو ته چمتوالی ښودلی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments