غني: افغانان له ټولو زیات د اقلیمي بدلون له خطر مخ شوي

comments 0

هندوکش ـ کابل: ولسمشر محمد اشرف وايي، اقليمي بدلون نه يوازې د افغانستان لپاره يو نوی خطر دی بلکې د افغانانو د روزمره ژوند يو واقعيت هم دی.
ولسمشر غني د اقليمي بدلون په اړه په نړيواله غونډه کې د دغه مطلب په څرګندولو سره افغانستان له اقليمي پلوه يو زيانمنونکی هېواد وباله او زياته يې کړه چې دا بدلون د افغان وګړو په روزمره ژوند کې په شديده توګه احساسېږي.
نوموړی وايي: «د دې منفي اغېزې نه يوازې له تيوريکي نظره په نږدې راتلونکي کې يو تهديد دی. بلکې د افغانانو د روزمره ژوند يو واقعيت هم دی.»
ولسمشر غني د افغانستان جغرافيه‌وي موقعيت ته په اشارې سره ټينګار کوي چې هېواد يې د چاپيريال ساتنې په برخه کې په سيمه‌ييزه توګه د همکاريو پر يوه ښه بديل د بدلېدو وړتيا لري. د نوموړي په خبره، اقليمي بدلون نه يوازې په ملي بلکې په نړيواله کچه هم يوه لويه ستونزه ده او له دې ستونزې د راوتو په هدف په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه ګډو هڅو ته اړتيا ده:
«افغانستان د انرژۍ توليد او د زرغون صنعت د رامنځته کولو زياته وړتيا لري. موږ د زياتې لمريزو، اوبيزو او بادي سرچينو لرونکي يوو چې د سم مديريت په صورت کې، د ۳۰۰زره مېکاواټه برېښنا ټوليز ظرفيت لري.»
ولسمشر محمد اشرف غني پر دې باور دی چې زرغونه انرژي په افغانستان کې د زرغون صنعت د تحرک سبب کېدای شي او په دې برخه کې د افغان حکومت هڅې په جدي توګه دوام لري.
عبید رادپور

Comments