غني:خدايه له کمزورو سره د مرستې او سر زورو د ماتولو توان راکړه

comments 0

هندوکش ـ کابل:ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې په یوه ناسته کې يو وار بیا پر پردي پالي دښمن غږ وکړ چې پردی ټوپک باید له اوږو کښته کړي او ددې وطن پر آبادۍ دې فکر وکړي.

نوموړي د سولې په ملي مشورتي کنفرانس کې وويل چې ټوپک حل لاره نه ده او پردي ټوپکونه نور کيږدئ.
ولسمشر وويل:«د لوړې په مراسمو کې مې د حضرت ابوبکر صدیق رض د قول په اساس وویل ! خدایه دا توان راکړه چې له بې وسو سره مرسته وکړم او زورور مات کړم.»

ولسمشر زياته کړه:« موږ یو ډیر اساسي شی ورک کړی او هغه د سولې او د یو بل منلو فضاء ده. سوله باید د یو بل منلو ته زمینه مساعده کړي. افغانان حق لري چې د افغانستان په هره ګوښه کې ژوند وکړي او هر څوک یې چې منع کوي دا د قانون خلاف دي.»

ولسمشر وويل چې د کابل تر وروستۍ پيښې وروسته يو ځوان ورته پيغام استولی وو چې ولسمشره موږ ته د ژړا او غندنو لپاره نه يي ټاکلی بلکه له دې حالته د خلاصون لپاره مو ټاکلی يي.

ولسمشر وايي:« کوڅې، جوماتونه او روغتونونه د جنګ میدان نه دي، دوی(مخالفینو) د جنګ شکل بدل کړی دی. زموږ امتحان د غم په ورځ له زغم څخه کار اخستل دي.»

ولسمشر وايي چې ترهګر نور په تيښته دي خو د آزموينې له سخت پړاوه د تیريدا په خاطر ملي اجماع او ولسي يو والي ته سخته اړتيا ده.

ياده دې وي چې د ولسمشر د سياستونو له امله د افغانستان په ډيرو سيمو کې داعش او طالبانو خپل بریدونه ډير کړي دي خوشنونکي وايي چې د ولسمشر روان سیاست ددې ښودنه کوي چې حالات بدلیدونکي او دښمن ماتې خوړولو ته برابر شوی دی.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Comments

Leave a Reply